افغانستانامنیتپښتو

د پاکستان او کاناډا بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې و… — Amu TV

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-21 20:08:18🎙 راډیو واورئ

کاناډا او پاکستان له یو بل سره د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له لیدنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د ترهګرۍ پر دوامداره ګواښونو بحث او خبرې شوې دي. د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې د پاکستان او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو پرېکړه کړې چې په امنیتي برخه کې، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او له سازماني شویو پورې غاړې جرمونو سره د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ تر بل هر وخت ډېرې او پياوړې کړي. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیټا انند پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر، د پوځ له لوی درستیز او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې اړه وویل: «موږ د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو، په ګډون د افغانستان د وضعیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په اړه افکار تبادله کړل.» افغانستان او له هغه څخه پېښ ګواښونه هغه موضوعات دي چې اسلام اباد یې د بهرنیو چارواکو سره په خبرو کې تل مطرح کوي. له دې وړاندې په روانه مېلادي میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې په اسلام اباد…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-21 20:08:18

مهالوېش

  1. Amu TV

    د پاکستان او کاناډا بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې و کړې | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-21 10:55:42

د پاکستان او کاناډا بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې و کړې | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button