د پاکستان تر بریدونو وروسته په پکتیا کې د طالبانو د والي مهرالله حماد په مشرۍ د یادې ډلې د پکتیا، پکتیکا، غزني، خوست او لوګر والیانو او نظامي مسوولینو ترمنځ غونډه شوې. په غونډه کې د امنیت پر ټنګښت او د ولایتونو پر همغږۍ ټینګار شوی. دوی خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت لاهم د اندېښنې وړ دی. د ۲۰۲۴کال د سپټمبر په ۲۵مه استرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ ژمنه کړې وه، چې د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې له امله به طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون له مخې ځواب ویلو ته اړ باسي.مدني بنسټونو له دغه تاریخي نوښت څخه د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې تر دوو کلونو وروسته د دغه بهیر د راتلونکو پړاوونو په اړه عامه معلومات محدود دي او د بشري حقونو د سرغړونو زیاتېدو له امله په دې برخه کې روڼتیا ډېره اړینه ده. د مدني ټولنې بنسټونو په هغه اعلامیه کې چې جمعه (د تلې ۳مه) د «رواداري» پر وېبپاڼه خپره شوې ویلي، طالبانو د ۲۰۲۶کال «د جزايي اصولنامې» په ګډون د نویو ځپونکو فرمانونو او قوانینو په صادرولو سره د ښځو پر وړاندې ظلم لا بنسټیز کړی دی. سربېره پر دې د «زوجینو د تفریق فرمان» په ضمني ډول د ماشومانو ودونه قانوني کړي او د ښځو اساسي واک…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د پاکستان تر برید وروسته؛ په پکتیا کې د پنځو ولایتونو والیانو او نظامي مسوولینو غونډه کړې
منابع
Afghan sources
د پاکستان تر برید وروسته؛ په پکتیا کې د پنځو ولایتونو والیانو او نظامي مسوولینو غونډه کړې