Kabulافغانستانامنیتپښتو

د پاکستان د اپوزیسیون اتحاد: د اکتوبر پر څلورمه د تحریک انصاف له… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-28 20:52:04🎙 راډیو واورئ

د بحث پر مهال د اروپايي ټولنې پخواني استازي مایکل سمپل وویل، پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو واک ته رسېدل د خپلې ستراتېژیکې بریا په توګه لیدل او هیله یې لرله چې په کابل کې به یو همکار حکومت ولري، خو د هغه په وینا، وضعیت برعکس شو. سمپل وویل، اسلام‌اباد غوښتل چې په افغانستان کې د هند نفوذ محدود شي او له افغان خاورې پاکستان ته امنیتي ګواښونه پای ته ورسېږي، خو اوس هند له طالبانو سره ښې اړیکې لري او په پاکستان کې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني لوی مفتش او د «ښې حکومتولۍ فورم» مشر سید اختر علي شاه وویل، د پاکستان دریځ دا دی چې د تحریک طالبان پاکستان مهم مرکزونه په افغانستان کې دي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې هم مخکې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي، القاعدې او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د حضور یادونه کړې ده. اختر علي شاه ادعا وکړه چې دغه ډلې په افغانستان کې د پناه ځایونو، د جلب او جذب شبکو او مالي سرچینو په لرلو سره پاکستان کې بریدونه تنظیموي. بلخوا، د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد فیض‌الله ځلاند وویل چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو پړه یوازې پر افغانستان نه شي اچولی. هغه وویل، پاکستان له سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي بحران، د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-28 20:52:04

مهالوېش

  1. AF International

    د پاکستان د اپوزیسیون اتحاد: د اکتوبر پر څلورمه د تحریک انصاف له لاریون سره یوځای کېږو

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-28 17:46:05

د پاکستان د اپوزیسیون اتحاد: د اکتوبر پر څلورمه د تحریک انصاف له لاریون سره یوځای کېږو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button