د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، اسلاماباد د اختلافونو د حل لپاره د طالبانو له خوا د وړاندیز شوي دوهاړخیز مېکانیزم جوړولو ته چمتو دی؛ خو ټینګار کوي چې طالبان باید د ټيټيپي او بلوچستان ازادۍ غوښتونکي پوځ خلاف «عملي او د تصدیق وړ» ګامونه پورته کړي. طاهر اندرابي دا څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقانی د هغې غوښتنې په ځواب کې وکړې چې د امنیتي اندېښنو د همغږۍ لپاره یې د دواړو خواوو د کمېټو جوړولو وړاندیز کړی و. اندرابي وویل: «پاکستان د افغانستان د سرپرست حکومت او کورنیو چارو وزیر وړاندیز تر پام لاندې نیولی دی. موږ اوس هم د حکومتونو په کچه خبرو اترو ته چمتو یو.» خبریال د حقاني د مرکې پر بنسټ وویل، حقاني ډاډ ورکړی که پاکستان شواهد وړاندې کړي طالبان اقدام ته چمتو دي او د درېیمګړو هېوادونو پر ځای مستقیمو خبرو ته لومړیتوب ورکوي. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د اسلاماباد چمتووالی یوازې پر ادعاوو نه، بلکې د طالبانو پر ملموسو اقداماتو پورې تړلی دی. هغه زیاته کړه چې کابل باید د دوحې لوظنامې په ګډون پر خپلو نړیوالو ژمنو عمل وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف نه کارول کېږي. د طالبانو او پاکستان اړیکې د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د اورپکو ډلو د فعالیت…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند: اسلاماباد له طالبانو سره دوهاړخیز مېکانیزم جوړولو ته چمتو دی | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند: اسلاماباد له طالبانو سره دوهاړخیز مېکانیزم جوړولو ته چمتو دی | آمو ټلویزیون