DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي سلګونه افغانان هېواد ته راستانه شول — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-13 05:07:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۸۷۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۸۱۰ یې له تورخم او ۶۵ نور د سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي، په یادو کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل وو چې د بېلابېلو لاملونو له امله تر مختلفو مودو پورې بندیا وو. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-13 05:07:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د پاکستان له بندخونو ازاد شوي سلګونه افغانان هېواد ته راستانه شول

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-13 09:31:35

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي سلګونه افغانان هېواد ته راستانه شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button