DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۶۲ افغانان هېواد ته راستانه شول — Pajhwok

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-01 06:53:32🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۶۲ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۳۰۵ کسان د تورخم او ۵۷ نور د سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر افغانانو په پاکستان کې د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-01 06:53:32

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۶۲ افغانان هېواد ته راستانه شول

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-01 11:22:28

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۶۲ افغانان هېواد ته راستانه شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button