DevelopmentEnglishKabulافغانستان

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-03 06:11:53🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۸۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۳۲۹ کسان د تورخم او ۶۰ نور د سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي چې دغه شمېر کسانو کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي وګړي شامل دي او د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي. سرچینې لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول. دغه وزارت زیاته کړې، د کډوالو چارو وزارت ژمن دی چې له دوی سره په بیامېشتېدنه کې مرسته وکړي، څو په هېواد کې نوي ژوند ته دوام ورکړي او د ټولنې په ابادۍ کې مرسته وکړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-03 06:11:53

Timeline

  1. Pajhwok

    د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-03 10:40:02

د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۳۸۹ افغانان هېواد ته راستانه شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button