DevelopmentEnglishKabulافغانستان
د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۶۰۴ افغانان هېواد ته راستانه شول — Pajhwok
کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۶۰۴ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. د ګډوالو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو کسانو له ډلې ۵۱۹ کسان د تورخم او ۸۵ نور د سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي چې یاد شمېر افغانانو په پاکستان کې د بند مختلفې مودې تېرې کړې دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت لیکلي چې خوشي شوي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
Quick facts
LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-24 06:11:44
Timeline
-
Pajhwok
د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۶۰۴ افغانان هېواد ته راستانه شول
Sources
Afghan sources
PajhwokPS
2026-09-24 10:39:13
د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ۶۰۴ افغانان هېواد ته راستانه شول