DevelopmentKabulافغانستانپښتو
د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول — Pajhwok
کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او د تورخم او سپینبولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یادو کسانو ۱۵۶ کسان د تورخم او ۱۶۹ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ډله کې کورنۍ، ماشومان او انفرادي کسان شامل دي چې د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو او د بند د مودې له پوره کېدو وروسته ازاد شوي دي. دغه وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-06 04:27:08
مهالوېش
-
Pajhwok
د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-08-06 08:54:26
د پاکستان له بندخونو ۳۲۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول