EnglishKabulافغانستانامنیت

د پاکستان پنجاب کې یو کس د دوو زامنو له خوا په تبر… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-26 06:17:01🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) ـ د راپورونو له مخې، د پاکستان د پنجاب ایالت په حافظ‌اباد سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې پر مهال يو کس د خپلو دوو زامنو له خوا د تبر په ګوزارونو وژل شوی دی. جیونیوز نن په يوه راپور کې د پولیسو په حواله لیکلي، د حافظ‌اباد د کولو تارړ په سیمه کې یو کس د خپل ملګري او د هغه د زامنو ترمنځ د کرنیزې ځمکې د شخړې د هواري لپاره ورغلی و چې د پلار او زامنو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه. پولیسو ویلي چې په همدې مهال تورنو کسانو د خپلې مور په لمسون د تبر په ګوزارونو خپل پلار او د هغه ملګری وژلي دي. د سیمې د پولیسو مشر په وینا، د وژل شوي کس د بل زوی په شکایت د ونیکې تارړ پولیسو د قاتلينو او د هغوی د مور پر ضد قضیه ثبت کړې ده. راپور کې راغلي چې یو تورن کس نیول شوی او د نورو تورنو کسانو د نیولو هڅې روانې دي. #پاکستان #حافظ_اباد #دوه_ګونی_وژنه #جرمي_خبرونه #PakistanNews #Hafizabad #DoubleMurder #CrimeNews

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-26 06:17:01

Timeline

  1. Pajhwok

    د پاکستان پنجاب کې یو کس د دوو زامنو له خوا په تبر وژل شوی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-26 10:46:33

د پاکستان پنجاب کې یو کس د دوو زامنو له خوا په تبر وژل شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button