د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوچستان ایالت په مستونګ، سبي، کوټه او کلات ولسوالیو کې ترسره شوي دي. د پوځ په وینا امنیتي ځواکونو د دغو عملیاتو پر مهال د وسلو یوه زیرمه هم کشف کړې ده. د پاکستان پوځ وژل شوي کسان «خوارج» بللي، چې د پاکستان حکومت دغه اصطلاح د ناقانونه وسله والو ډلو، په ګډون د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا بي ال اې او همدا راز پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د غړو لپاره کاروي. د پاکستان د پوځ په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې چې امنیتي ځواکونه د پاتې وسله والو د موندلو لپاره په سیمه کې عملیات کوي. د پاکستان پوځ وژل شوي وسله وال «د هند له خوا ملاتړ کیدونکي ترهګر» هم بللي، خو په دې اړه یې هېڅ شواهد یا نور جزئیات نه دي وړاندې کړي. بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی، خو د نفوس له پلوه تر ټولو کم نفوس لرونکی ایالت دی او له اوږدې مودې راهیسې د بلوچ د ازادۍ پوځ په مشرۍ له بېلتون غوښتونکي پاڅون سره مخ دی. د بلوچستان د ازادۍ پوځ یا بي. ال. اې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمیر خونړي بریدونه کړي دي. په عین…
Quick facts
Timeline
-
Dw
د پاکستان پوځ د ۴۸ وسلوالو د وژلو خبر ورکړی