Summary: د دایکنډي ولایت د نیلي – پاتو عمومي سړک د ۳.۵ کیلومتره برخې د بیارغونې، پراخولو او جغل اچونې چارې د ۹ میلیونه ۸۲۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي اکرم الله عبدالرافع باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژه د تمزان کلي څخه د پاتو ولسوالۍ تر مرکز پورې د سړک د ۳.۵ برخې د بیارغونې او پراخولو په موخه پلې کېږي.نوموړی وایي، چې په دغه پروژه کې د ۱۰ پلچکونو جوړول هم شامل دي او چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د نیلي – پاتو پر عمومي سړک د سیمې اوسېدونکو او موټر چلوونکو ته به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
اطلاعات کوتاه
موضوعPolitics
منابع1
بهروزرسانی2026-10-18 07:02:04
خط زمانی
-
Bakhtar
دایکنډي کې پر یوه سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې