افغانستانامنیتدری

د پنجاب حکومت: له دغه ایالت نه تر ۱۴۲ زرو ډېر افغانان افغانستان… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-19 07:57:45🎙 رادیو را بشنوید

د پاکستان د پنجاب د کورنیو چارو ادارې ویلي، تر اوسه له دغه ایالته ۱۴۲ زره او ۸۲۰ افغان وګړي افغانستان ته ستانه شوي دي او د هغو افغانانو د پېژندلو او ستنولو عملیات لا هم روان دي چې قانوني ویزې نه لري. د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له پاکستان څخه د افغانانو پر «جبري ستنولو» د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې اسلام‌اباد باید له خطر سره د مخامخ افغانانو د پېژندنې لپاره یو روښانه او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته کړي. دوی خبرداری ورکړ، چې له داسې یوه میکانیزم پرته، زیانمنونکي کسان ښايي د نیول کېدو، بندي کېدو یا اخراج له وېرې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له مراجعې ډډه وکړي. کارپوهانو همدا راز د افغان محصلینو د اېستنې په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده. د دوی په وینا، دا پرېکړه لږ تر لږه ۱۰۰ افغان محصلین چې له ۲۰ تر ۴۰ پورې یې نجونې دي اغېزمنوي. دوی وویل، چې د افغان نجونو محصلینو لپاره دا ګام د ډاکټرانو او د غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی د جوړېدو د هیلو د له منځه وړلو په معنا کېدای شي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوړې زده کړې او طبي زده کړې منع کړې دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو ته د…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-19 07:57:45

خط زمانی

  1. AF International

    د پنجاب حکومت: له دغه ایالت نه تر ۱۴۲ زرو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-19 05:55:49

د پنجاب حکومت: له دغه ایالت نه تر ۱۴۲ زرو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button