Summary: د پنجشېر څه باندې ۶ زره او ۸۷۲ قیراطه زمرد، د افغانستان د قیمتي ډبرو په نړیوال تخصصي نندارتون کې د ۴۳ میلیونه ۱۴۲ زره افغانیو په ارزښت وپلورل شول. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه نندارتون په دویمه ورځ ټولټال ۶ زره او ۸۷۲ قیراطه زمرد د سلګونو کورنیو او بهرنیو سوداګرو په حضور کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي زیاته کړې، چې په دې نندارتون کې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو او پانګهوالو د کورنیو سوداګرو ترڅنګ ګډون کړی و، چې پراخ ګډون یې د افغانستان پر قیمتي ډبرو، په ځانګړي ډول د پنجشېر پر زمردو، د نړیوالو بازارونو د پام زیاتوالی څرګندوي. د لټون په وینا، دغه داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت د مسوولینو په حضور کې په شفاف ډول ترسره شوه. ورته مهال د پنجشېر والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګهوالو غوښتي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کړنلارې په رعایتولو سره د دغه ولایت د زمردو او نورو قیمتي ډبرو د استخراج او پانګونې په برخه کې پانګونه وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د پنجشېرڅه باندې ۶ زره قیراطه زمرد وپلورل شول