Summary: د پنجشېر فوقالعاده لواء له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ منسوبین له درې میاشتنیو نظامي، عقیدوي او مسلکي زدهکړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شول. د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت اړوند د پنجشېر فوقالعاده لواء له ښوونیز مرکز څخه ٢٠٠ منسوبینو له درې میاشتنیو نظامي، عقیدوي او مسلکي زدهکړو وروسته؛ نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.مسوولینو په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې کړې او فارغانو هم د ترلاسه کړو پوځي زده کړو نندارې ترسره کړي دي.د مراسمو په پای کې، د مسوولینو له لوري فارغانو ته د تصدیق پاڼې ورکړل شوې دي.
Quick facts
Locationپنجشېر
TopicNews
Sources1
Updated2026-11-02 10:32:08
Timeline
-
Bakhtar
د پنجشېر فوقالعاده لواء له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ منسوبین فارغ شول
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-11-02 09:49:47
د پنجشېر فوقالعاده لواء له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ منسوبین فارغ شول