کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۵): وروسته له هغه چې پژواک د خښتو په یوه بټۍ کې د ۱۹ کلن نفیعالله د سخت کار او د نرس کېدو د ارمان په اړه راپور خپور کړ، د سپینغر پوهنتون مشرتابه ژمنه وکړه چې هغه ته به د لېسانس تر کچې د نرسنګ زدهکړو زمینه برابره او بشپړ مالي ملاتړ به یې وکړي. ۱۹ کلن نفیعالله، چې اصلاً د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار اوسېدونکی دی، له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي. پژواک نن د هغه د ژوند او ستونزو په اړه راپور خپور کړ. هغه پژواک ته ویلي: «ارمان مې دا دی چې نرس وای، یوه ښه دنده مې درلودی او خپل ژوند مې په ارامۍ مخته وړای.» نفیعالله په ۱۴۰۴ هجری لمریز کال کې له دوولسم ټولګي فارغ شوی او غوښتل یې چې په یوه خصوصي انسټیټیوټ کې نرسنګ ولولي؛ خو هغه وایي، د کورنۍ خراب اقتصادي وضعیت یې د زدهکړو مخه نیولې ده. دی زیاتوي: «موږ د ورځنۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران وو؛ نو ما به د نرسنګ د زدهکړو لګښت څنګه برابر کړی وای؟» سپینغر پوهنتون: د نفیعالله بشپړ مالي ملاتړ کوو په ننګرهار کې د سپینغر پوهنتون مشر ډاکټر اسدالله مومند پژواک ته وویل، دغه پوهنتون به د نفیعالله د لوړو زدهکړو بشپړ مالي…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د پژواک د راپور اغېز؛ سپینغر پوهنتون د نفیعالله د لوړو زدهکړو د بشپړ مالي ملاتړ ژمنه وکړه
Sources
Afghan sources
د پژواک د راپور اغېز؛ سپینغر پوهنتون د نفیعالله د لوړو زدهکړو د بشپړ مالي ملاتړ ژمنه وکړه