Sportsافغانستانپښتوخوست

د پکتیا او خوست ترمنځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ… — Bakhtar

روان خبرSportsخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-20 19:17:03🎙 راډیو واورئ

Summary: د پکتیا او خوست ولایتونو د کرکټ ولایتي لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د پکتیا لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. د یادې لوبلړۍ په پایله کې، د پکتیا لوبډلې د دوو لوبو په ګټلو سره د خوست لوبډلې ته د ۱ پر ۲ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړه. د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د خوست لوبډلې وګټله، خو دویمه او درېیمه لوبه د پکتیا لوبډلې په بریا پای ته ورسېده. د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې د پکتیا لوبډلې پچه وګټله او د خوست لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه. د خوست لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۹ اورونو کې ۲۸۱ منډې وکړې او د پکتیا لوبډلې ته یې د ۲۸۲ منډو هدف وټاکه. د هدف په تعقیب کې د پکتیا لوبډلې ټاکل شوی هدف د پنځو وېکټو په درلودلو سره په ۴۶.۳ اورونو کې پوره کړ او د پنځو وېکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د وروستۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د پکتیا لوبډلې لوبغاړي سیف‌الله ته ورکړل شوه، چې د ۶۱ منډو ترڅنګ یې د خوست لوبډلې یو لوبغاړی هم وسوځاوه. همدارنګه، د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه د پکتیا لوبډلې لوبغاړي کامران مخلص ته ورکړل شوه. د پکتیا لوبډلې رحمان زرمتي د لوبلړۍ د ډېرو منډو جوړوونکي او د خوست لوبډلې ګلستان ګربز د غوره توپ‌اچوونکي په توګه وپېژندل شول. د یادونې وړ ده، چې دا په ۲۰۲۶ کال کې د پکتیا ولایتي کرکټ لوبډلې شپږمه لوبلړۍ وه، چې له نورو ولایتونو سره یې ترسره کړې ده.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-10-20 19:17:03

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د پکتیا او خوست ترمنځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ د پکتیا په بریا پای ته ورسېده

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-20 15:24:16

د پکتیا او خوست ترمنځ د کرکټ د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ د پکتیا په بریا پای ته ورسېده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button