د پکتیا او ننګرهار د ۱۹ کلنو لوبدلو ترمنځ لوبلړۍ د پکتیا لوبډلې… — Bakhtar
Summary: د پکتیا او ننګرهار ولایتونو د کرکټ پراختیايي ادارو د کلنیو پلانونو له مخې د دواړو ولایتونو د ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د کوربه پکتیا ولایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ یاده لوبلړۍ څو ورځې وړاندې د پکتیا ولایت کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وه، چې د پکتیا لوبډلې ننګرهار لوبډلې ته د ۲ لوبو په ګټلوسره ماتې ورکړه او د لوبلړۍ اتلولي یې په خپل نوم کړه.د یادو سیالیو په پای کې نصرت ثاقب د پایلوبې غوره لوبغاړی، اعجاز احمد د لوبلړۍ غوره توپوهونکی، وحیدالله غوره توپاچوونکی او عثمان یونس د لوبلړۍ غوره الراونډر ونومول شول.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د پکتیا او ننګرهار د ۱۹ کلنو لوبدلو ترمنځ لوبلړۍ د پکتیا لوبډلې په بریا پای ته ورسېده
منابع
Afghan sources
د پکتیا او ننګرهار د ۱۹ کلنو لوبدلو ترمنځ لوبلړۍ د پکتیا لوبډلې په بریا پای ته ورسېده