خوستښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په وچ غړک سیمه کې د ځايي خلکو له خوا د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو کمېټې غړي حاجي صادق خاکسار وویل چې د احمدابا ولسوالۍ د وچ غړک سیمې د «محمود کلا منځني» ښوونځي جوړولو دا پروژه د معارف د ټاکل شوو معیارونو له مخې پلې شوې چې اته درسي خونې او د څښاک پاکو اوبو څاه لري او ټول لګښت یې له یو میلیون افغانیو اوښتی دی. هغه زیاته کړه، د پروژې ټولې مالي چارې د شپږکسیزې کمېټې له خوا په شفاف او دقیق ډول مدیریت شوې دي. دغهراز د یادې کمېټې بل غړي ډاکټر عبدالمجید وویل، سره له دې چې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوې، خو لا هم د درسي تجهیزاتو، کتابونو، کتابچو، قرطاسیې او د مسلکي ښوونکو له کمښت سره مخ دي. هغه زیاته کړه: «زموږ د ښوونځي د تختې څخه نيولې تر کتاب، کتابچې او قرطاسيې، دې هر څه ته زموږ ضرورت دی، دلته د استادانو کمبود هم دی.» بلخوا، د پکتیا د پوهنې رییس عبدالقیوم فاروقي د ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې وویل، د خلکو له لوري د ښوونیزو بنسټونو ملاتړ د ستاینې وړ دی او دا پروژه د ولس د همکارۍ یو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د پکتیا په احمدابا کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه
سرچینې
Afghan sources
د پکتیا په احمدابا کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه