افغانستانامنیتدری

د پېښور په خصوصي لیلیو کې د افغانانو په ګډون د مېشتو کسانو… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-03 06:06:56🎙 رادیو را بشنوید

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د پراخو امنیتي اندېښنو له امله د ټولو خصوصي لیلیو د څار بهیر پیل شوی دی. پولیسو د لیلیو له مسوولانو غوښتي، چې په دغه لیلیو کې د مېشتو افغانانو او محصلانو په ګډون د ټولو اوسېدونکو بشپړ معلومات له دوی سره شریک کړي. په دې لړ کې د هري پور ولسوالۍ د پنځه کلنې ایت نور وژنې سخت غبرګونونه پارولي دي. ایت نور تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه او دغه پېښې پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راوپارول، چې له امله یې پر وړاندې په لوړه کچه اقدام وشو. د پوليسو سرچينو وړاندې د پېښور په ګډون د دغه ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ماشومانو او ښځو د جنسي تېري پېښې راپور کړې وې. د ماشومانو د قضیو له ډلې ټولټال ۳۲۴ قضیې په بېلابېلو محکمو کې اورېدل کېږي، په داسې حال کې چې د ۸۰ سلنه قضیو په اړه لاهم پرېکړه نه‌ده شوې. د پوليسو په وينا، تر دې مهاله په لسګونه قضیو کې تر جنسي تېري وروسته ماشومان وژل شوي او په ګڼو داسې پېښو کې تورن کسان نيول شوي دي. د پوليسو په وينا، د ایت نور په پېښه کې ښکېل څلور شکمن کسان نيول شوي دي. ټولنيز فعال عمران ټکر چې له پنځو کلونو راهيسې په خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو او ساتنې لپاره…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-03 06:06:56

خط زمانی

  1. AF International

    د پېښور په خصوصي لیلیو کې د افغانانو په ګډون د مېشتو کسانو په اړه د څار بهیر پیل شو

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-03 04:44:19

د پېښور په خصوصي لیلیو کې د افغانانو په ګډون د مېشتو کسانو په اړه د څار بهیر پیل شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button