EconomyEnglishافغانستان

د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ؛ په نړیوالو بازارونو کې سلګونه ځوانانو ته… — Bakhtar

DevelopingEconomy1 SourcesUpdated: 2026-07-15 19:32:04🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین وايي چې د دغه وزارت د هڅو په پایله کې؛ سلګونه ځوانانو ته په نړیوالو بازارونو کې د کار زمینه برابره شوې ده. خبیب غفران، نن د ځوانانو د مهارتونو نړیوالې ورځې په مناسبت، رسنیو ته په یو غږیز پیغام کې ویلي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د وړتیا لوړولو او د هغوی فکري اصلاح لپاره اغېزمن پروګرامونه ترسره کړي او د وزارت راتلونکي پروګرامونه دا دي، چې وکولی شي د هېواد په دننه او بهر کې ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او په بېلابېلو برخو کې د هغوی مهارتونه پیاوړي کړي.د غفران د معلوماتو له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري، د «فریلانسر» په توګه نړیوالو بازارونو کې په انلاین ډول ۱۵۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. دغه راز ۱۹ زره ځوانانو ته د فریلانسینګ، کمپیوټر، ګرافیک ډیزاین، پروګرامینګ او د مبایل او کمپیوټر د ترمیم په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي. همدا رنګه، ۴۰ خصوصي پوهنتونونو ته په تخفیف سره شاوخوا پنځه زره ځوانان معرفي شوي او ځوانانو ته د لا ښه خدمتونو وړاندې کولو په موخه؛ له ۳۰ کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د همکارۍ ناستې او تړونونه شوي دي.د چارو کارپوهانو په باور؛ ځوانان د هرې ټولنې تر ټولو ارزښتناکه پانګه او د راتلونکي جوړوونکي دي، چې د خپلې انرژۍ، استعداد، نوښت او علم پر مټ د ټولنې په پرمختګ، اقتصادي ودې او ټولنیز بدلون کې مهم رول لوبولی شي. که ځوانانو ته د زده کړو، کار او پرمختګ مناسب فرصتونه برابر شي؛ نو کولای شي هېواد د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ پر لور رهبري کړي. ورته مهال، د ځوانانو فعاله ونډه د یوې سالمې، پرمختللې او پیاوړې ټولنې د جوړېدو لپاره اړینه ده؛ له همدې امله، پر ځوانانو پانګونه، د ټولنې پر راتلونکي پانګونه ده.د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتو سازمان په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې، د «جولای» ۱۵مه چې د چنګاښ میاشتې له ۲۴مې سره برابره ده؛ د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ نومولې ده، چې موخه یې د وزګارتیا کچې راټیټول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د کار بازار لپاره د ځوانانو چمتو کول دي.

Quick facts

TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-15 19:32:04

Timeline

  1. Bakhtar

    د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ؛ په نړیوالو بازارونو کې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-15 11:30:59

د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ؛ په نړیوالو بازارونو کې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button