EnglishKabulافغانستانامنیت

د څلورو مهمو اقتصادي پروژو د امنیت ټینګښت تړون لاسلیک شو — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-23 06:09:51🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، د هېواد د څلورو مهمو اقتصادي پروژو د امنیت ټینګښت تړون د دغه وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی. د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه تړون پر بنسټ به د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت د عینک مسو کان، د بدخشان لاجوردو کان، د شبرغان–مزار د ګازو نل‌لیکې پروژې او د آمو سیند پروژې د امنیت ټینګښت مسوولیت پر غاړه ولري. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو امنیت به د عامه ساتنې د مسلکي او روزل شوو ځواکونو له خوا ټینګ شي، څو چارې یې په خوندي چاپېریال کې دوام ومومي. دغه تړون د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ د معین سعیدالله حماس او د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو د معین عبدالرحمن قانت له خوا لاسلیک شوی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-23 06:09:51

Timeline

  1. Pajhwok

    د څلورو مهمو اقتصادي پروژو د امنیت ټینګښت تړون لاسلیک شو

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-23 10:38:21

د څلورو مهمو اقتصادي پروژو د امنیت ټینګښت تړون لاسلیک شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button