کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو او د کورنیو چارو وزارتونو او د احصایې او معلوماتو ادارې، کابل ښاروالۍ، افغان پوسټ شرکت د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاستهراوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هینداره کې» برنامې له لارې د هرې ادارې فعالیتونه په ځانګړي ډول تشریح کړل چې په لاندې ډول دي: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوچۍ وزارت په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له انکشافي بودجې د هېواد په محرومو لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په موخه، شاوخوا ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي او د ۱۵۰ نورو انتنونو فعالولو چارې روانې دي. سربېره پر دې، د مخابراتي شرکتونو په مالي تمویل ۵۰۰ نوي مخابراتي انتنونه هم فعال شوي، چې له امله یې بېبرخې سیمې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې دي. ب: د مخابراتي تاسیساتو د پراختیا په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، په هېواد کې د مخابراتي زیربناوو د جوړولو او پراختیا په موخه په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۱ کیلومتره نوري فایبر شبکه غځول شوې او د مخابراتي سایټونو د کیفیت او ظرفیت د لوړولو لپاره د E-Band فریکونسۍ مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ته توزیع شوې ده….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د څلورو وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د احصایې ادارې او افغان پوسټ شرکت د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور
منابع
Afghan sources
د څلورو وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د احصایې ادارې او افغان پوسټ شرکت د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور