Summary: د افغانستان بانک، د هېواد له شمال او شمال ختیځ زونونو څخه د څه باندې يو ميليارده افغانیو په ارزښت د زاړه بانکنوټونو د سوځولو خبر ورکړی دی. د یاد بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: "د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له کړنلارې سره سم؛ د يو ميليارده ۱۴۱ میلیونه ۶۶۰ زره افغانیو په ارزښت له بازار څخه راټول شوي د (افغانۍ) زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک د دویم مرستیال مُلا محمد آخند په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول وروسته؛ وسوځول." په يادو بانکنوټونو کې د (۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰) افغانۍ شاملې وې چې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په ځانګړې بټۍ کې سوځول شوي دي. د افغانستان بانک دویم مرستیال ویلي چې دغه بانک ژمن دی د اسانه او ډاډمنو اقتصادي معاملاتو د ترسره کولو په موخه وخت په وخت له بازار څخه د (افغانۍ) زاړه او نامناسبه بانکنوټونه راټول او له اړوندو کړنلارو سره سم یې له منځه یوسي. هغه له هېوادوالو څخه غوښتي چې د (افغانۍ) بانکنوټونو د سمې کارونې په برخه کې خپل مسئولیت ترسره کړي چې بانکنوټونه له ټاکلې مودې مخکې زاړه نشي. تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک، په کابل کې د شاوخوا ۶۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونو د سوځولو خبر ورکړی و. د یاونې وړ ده چې د افغانستان بانک له لوري ياد مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو د استازو په شتون له بارولو وروسته؛ د ټاکل شوي پلاوي له خوا ځانګړو بټیو ته لېږدول شوي او سوځول شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د څه باندې يو ميليارده افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه وسوځول شول
Sources
Afghan sources
د څه باندې يو ميليارده افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه وسوځول شول