Summary: د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. باختر اطلاعاتي آژانس ته د رياستالوزرا اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ يادې غونډې ته د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د لابراتواري خدمتونو د مدیریت طرحه د بحث لپاره وړاندې شوې چې له بحث او هر اړخیزې ارزونې وروسته د تائید وړ بلل شوې ده. د يادې طرحې موخه د هوا، خاورې، اوبو او د غږ د کیفیت د معاینې لپاره د یو مرکزي، مجهز او معیاري لابراتوار فعالول دي چې له خدماتو به یې نه یوازې امارتي ادارې، بلکې خصوصي سکټور او نړیوال سازمانونه او پوهنتونونه هم ګټه اخیستلی شي. د غونډې په پای کې، د معیار او کیفیت ادارې پر یو شمېر داخلي معیارونو او بهر ته د افغاني غالیو د صادراتو د زیاتوالي پر موضوعاتو هم بحث شوی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د لابراتواري خدمتونو د مدیریت طرحه د تائید شوه
منابع
Afghan sources
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې د لابراتواري خدمتونو د مدیریت طرحه د تائید شوه