EnglishHealthKabulافغانستان

د چین په شمال کې د ځمک‌ښویېدنې پېښه؛ پنځه کسان مړه شوي — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-25 06:37:15🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۳ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د چین په شمال کې پر یوه استوګنیز کور د خاورې راښویېدنې له امله پنځه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. رویټرز د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه د جمعې په ماښام ۶ بجې او ۴۹ دقیقې د شانشي ولایت د هونګ‌تونګ ولسوالۍ په «هایوي» کلي کې شوې ده. د دې ولسوالۍ د بېړنیو پېښو د مدیریت ادارې ویلي، ټول اته کسان چې تر خاورو لاندې شوي وو، موندل شوي؛ پنځه مړه او درې نور روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادې ادارې په خبره، د ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی دی. ځايي چارواکو د ژغورنې عملیاتو لپاره د پولیسو، اوروژونکو او روغتیايي کارکوونکو په ګډون څه باندې ۵۵۰ کسان د پېښې ځای ته استولي دي. په دغو عملیاتو کې له ۱۳۰ ډېرو وسایلو او تخنیکي تجهیزاتو، لکه باروړونکو ماشینونو، کرېنونو، بې‌پیلوټه الوتکو او د ژوند نښو د معلومولو له وسایلو هم کار اخیستل شوی دی.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-25 06:37:15

Timeline

  1. Pajhwok

    د چین په شمال کې د ځمک‌ښویېدنې پېښه؛ پنځه کسان مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-25 11:04:37

د چین په شمال کې د ځمک‌ښویېدنې پېښه؛ پنځه کسان مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button