EnglishNewsافغانستانغور

د ښوونځي پر ځای کار؛ غور کې د یو شمېر ماشومانو د ژوند… — Pajhwok

DevelopingNewsغور1 SourcesUpdated: 2026-09-02 10:22:04🎙 Listen to radio

فیروزکوه (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): دوولس کلن رمضان هر سهار د موټرمینځلو په نیت د هریرود سیند غاړې ته ځي، څو د خپلې څلورکسیزې کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي؛ هغه په خپلو وړو لاسونو کار کوي، خو لا هم هیله لري چې ښوونځي ته ولاړ شي او د ځان لپاره ښه راتلونکی جوړ کړي. څلور لسیزې جګړې په افغانستان کې د نورو ستونزو ترڅنګ د بېوزلۍ او بې‌کارۍ زیاتېدو لامل شوې او میلیونونه کونډې او یتیمان یې پر ځای پرېیښي دي. غور کې د پژواک خبریال د دغه ولایت د مرکز فیروزکوه ښار د کارګرو ماشومانو په اړه راپور چمتو کړی دی. د خبریال موندنې ښيي چې هره ورځ د ښار بېلابېلو سیمو کې سلګونه ماشومان راټولېږي او د ترکاریو او مېوو پلورلو، نانوایۍ، ورکشاپونو، خښتو بټیو او نورو کارونو کې بوخت وي. غور کې د هریرود سیند غاړې ته هره ورځ لسګونه موټر د مینځلو لپاره وروستل کېږي، ډېری هغه کسان چې دغلته موټر منیځي، له ۱۸ کلونو کم‌عمره ماشومان دي. په دغه ځای کې ماشومان له سهاره تر ماښامه له سطلونو، ټوکرانو او پښو کړو موزو سره د موټرو ورتلو په تمه وي او د موټرو مینځلو او پاکولو له لارې د خپلو کورنیو د ژوند د لګښتونو یوه برخه برابروي. ۱۲ کلن رمضان هم له دغو ماشومانو یو دی؛ هغه چې له لرې موټر وویني،…

Quick facts

Locationغور
TopicNews
Sources1
Updated2026-09-02 10:22:04

Timeline

  1. Pajhwok

    د ښوونځي پر ځای کار؛ غور کې د یو شمېر ماشومانو د ژوند کیسه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-02 14:51:48

د ښوونځي پر ځای کار؛ غور کې د یو شمېر ماشومانو د ژوند کیسه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button