DevelopmentEnglishKabulافغانستان

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده — Pajhwok

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-05 06:04:15🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۵): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان له ښوونکو، په ځانګړې توګه له هغو ښوونکو مننه کړې چې په کلیو او لرو پرتو سیمو کې د محدودو امکاناتو او سختو شرایطو سربېره خپلې دندې ترسره کوي. یوناما نن د ښوونکي نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله فېسبوک‌پاڼه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې ښوونکي د زده‌کړې، الهام ورکولو او لارښوونې له لارې د خلکو ژوند د پرمختګ پر لور بیایي او د سوله‌ییزو او هوسا ټولنو د بنسټونو په جوړولو کې ارزښتناک رول لوبوي. په پیغام کې راغلي: «د افغانستان له ښوونکو، په ځانګړې توګه له هغو څخه چې د دغه هېواد په کلیو او لرو پرتو سیمو کې د سختو شرایطو، محدودو امکاناتو او ګڼو ننګونو سربېره په ژمنتیا او سرښندنه خپلو ښوونیزو چارو ته دوام ورکوي، ځانګړې مننه کېږي.» یوناما زیاته کړې چې په نننۍ نړۍ کې چې د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو او د ناسمو او ګمراه‌کوونکو معلوماتو خپرېدو تر اغېز لاندې ده، د ښوونکو رول تر بل هر وخت ډېر مهم شوی دی. د ملګرو ملتونو دې ادارې له ټولو ښوونکو د هغه علم له امله مننه کړې چې نورو ته یې ور زده کوي، د هغې لارې له امله چې نسلونو ته یې ورښيي او د هغه امید…

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-10-05 06:04:15

Timeline

  1. Pajhwok

    د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-05 10:33:12

د ښوونکي نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغانستان له ښوونکو مننه کړې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button