Politicsافغانستانپښتولغمان

د فرهنګي میراث درناوی؛ لغمان کې د استاد ګل پاچا الفت په یاد… — Bakhtar

روان خبرPoliticsلغمان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-10 07:07:07🎙 راډیو واورئ

Summary: د پښتو معاصر ادب مخکښ شاعر، لیکوال او مفکر استاد ګل پاچا الفت د مقبرې د بیارغولو چارې بشپړې او د هغه علمي، ادبي او فرهنګي خدمتونو د درناوي په موخه یوه علمي او فرهنګي غونډه جوړه شوه. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، د استاد الفت د مقبرې د بیارغولو چارې د یاد ریاست په همغږۍ د دبستان فرهنګي مرکز له لوري ترسره شوې دي. په دې غونډه کې د دبستان فرهنګي مرکز مشر ډاکټر لطف الله خیرخوا، د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي، د پښتو ادب استاد فضل ولي ناګار، د لغمان پوهنتون د علمي چارو مرستیال وقایت الله وقار، استادانو، فرهنګیانو، شاعرانو، لیکوالانو، ژورنالیستانو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و. د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل، استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د ادب، فرهنګ او فکر یو روښانه شخصیت و او د هغه د اثارو، یادګارونو او مقبرې ساتنه د هېواد د فرهنګي میراث د خوندي کولو مهمه برخه ده. نوموړي د دبستان فرهنګي مرکز د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، د فرهنګي میراثونو ساتنه او بیارغونه د ملي هویت د پیاوړتیا او د راتلونکو نسلونو د پوهاوي لپاره ځانګړی ارزښت لري. په همدې حال کې د دبستان فرهنګي مرکز مشر ډاکټر لطف الله خیرخوا وویل، د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه د راتلونکو نسلونو لپاره د ملي هویت د لېږد مهمه وسیله ده او یاد مرکز به د فرهنګي میراثونو د ساتنې، د کتابونو ژباړې او تألیف، د علمي او فرهنګي غونډو د جوړولو او د ادیبانو د ملاتړ په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د غونډې نورو ګډونوالو هم د استاد ګل پاچا الفت د ادبي او فکري میراث د ارزښت یادونه وکړه او د فرهنګي شخصیتونو داثارو د راټولولو، ساتنې او خپرولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. د یادونې وړ ده، چې استاد ګل پاچا الفت د افغانستان د معاصر پښتو ادب له مخکښو شاعرانو، لیکوالانو او مفکرانو څخه و، چې د هېواد د ادبي او فرهنګي ودې لپاره یې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي. د نوموړي مقبره د لغمان ولایت د عزیزخان کڅ په سیمه کې موقعیت لري.

لنډ معلومات

ځایلغمان
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-10 07:07:07

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د فرهنګي میراث درناوی؛ لغمان کې د استاد ګل پاچا الفت په یاد علمي غونډه جوړه شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-10 05:31:46

د فرهنګي میراث درناوی؛ لغمان کې د استاد ګل پاچا الفت په یاد علمي غونډه جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button