د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغان نجونو پنځه کلن محرومیت د یوه… — AF International
د ښځو د ازادۍ شبکې (FWN) د افغان نجونو د منځنیو او لوړو زدهکړو د بندیز پنځمې کلیزې په مناسبت له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د دغه محدودیتونو د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي. دغه شبکې په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې مېلیونونه نجونې د زدهکړو، فردي ودې، ټولنیز مشارکت او د خپل راتلونکي د جوړولو له اساسي حق څخه محرومې دي. د یادې شبکې په وینا، دغه وضعیت یوازې ښوونیز کړکېچ نه؛ بلکې یو انساني او ټولنیز ناورین دی چې د یوه نسل او راتلونکو نسلونو راتلونکی ګواښي. د ښځو د ازادۍ شبکې ویلي، چې له سختو شرایطو سره، سره یې د افغانستان په څو ولایتونو کې د محدودو امکاناتو په لرلو د نجونو د ملاتړ هڅې روانې ساتلې دي. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې په تېرو پنځو کلونو کې افغان نجونو او ښځو، د بشري حقونو فعالانو او مدني بنسټونو د لاریونونو او عامه پوهاوي کمپاینونو له لارې د نجونو د زدهکړو د بندیز پر وړاندې اعتراضونه کړي؛ خو د دغه اعتراضونو او نړۍوالو غبرګونونو سربېره دغه محدودیتونه لاهم دوام لري. د ښځو د ازادۍ شبکې ویلي، یوازې د اندېښنې څرګندول، خبرپاڼې خپرول او لفظي غندنه بسنه نهکوي؛ بلکې نړۍواله ټولنه باید خپلې ژمنې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغان نجونو پنځه کلن محرومیت د یوه نسل راتلونکی ګواښي
سرچینې
Afghan sources
د ښځو د ازادۍ شبکه: د افغان نجونو پنځه کلن محرومیت د یوه نسل راتلونکی ګواښي