افغانستان په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس ته بلل شوی، خو د طالبانو په اداره کې د ښځینه چارواکې د نشتوالي له امله په کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده. د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال په لړ کې به په بغلان ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات له ۱۵۹ زره او ۷۵ متریک ټنو څخه ډیر وي. د وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په بغلان ولایت کې خټکي او هندواڼې په ۵ زره او ۵۰ هکتاره ځمکه کې کرل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال یې کرنیزه ساحه ۴ زره او ۶۵۸ هکتاره وه. وزارت ویلي، د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه د کرنیزې ځمکې پراخوالی، د نباتي افتونو او ناروغیو کنټرول، د کر د نویو او معیاري طریقو دودول، د کرنې د ترویجي خدمتونو پراختیا او د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کارول دي. د وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې د بغلان د خټکیو او هندواڼو ټول حاصل ۱۳۸ زره او ۱۲۴ متریک ټنه و. افغان بزګران شکایت کوي، چې د بازار نشتوالي، د ترانسپورټ لوړو بیو، د سړو خونو کمښت او د حاصلاتو د راټولېدو پر مهال د لارو بندېدو له امله ډېر وخت د دوی حاصلات خرابیږي او عاید…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د ښځینه چارواکې نشتوالی؛ د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده
Sources
Afghan sources
د ښځینه چارواکې نشتوالی؛ د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو کنفرانس کې د افغانستان څوکۍ خالي ده