EconomyKabulافغانستاندری

د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ او دوه اړخيزو تجارتي همکاريو ۱۵… — Bakhtar

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-13 00:17:09🎙 رادیو را بشنوید

Summary: کابل ته د روسیې د لومړي وزير د مرستيال الکسي اوورچوک د سفر په ترڅ کې نن ماښام د ارګ په حرم سرای کې د رياست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او اوورچوک په حضور کې د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ او دوه اړخيزو تجارتي همکاريو په برخه کې ۱۵ تړونونه لاسليک شول. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې ياد تړونونه د بېلابېلو افغان او روسي شرکتونو او ادارو ترمنځ لاسليک شول. ياد تړونونه د درملو، طبي تجهيزاتو، د انرژۍ او توربين سرويس، غنمو، اوړو، غوړيو، انارو، وينځونکو کيمياوي موادو د صادراتو او وارداتو او دوه اړخيزو تجارتي همکاريو په برخو کې لاسليک شول. د يادونې وړ ده، چې د روسیې د لومړي وزير مرستيال په مشرۍ پلاوي کابل ته را رسېدو وروسته د افغانستان اسلامي امارت له رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند او د رياست الوزراء له اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر سره هم جلا جلا ناستې ترسره کړي دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-13 00:17:09

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ او دوه اړخيزو تجارتي همکاريو ۱۵ تړونونه لاسليک شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-12 16:22:52

د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګرۍ او دوه اړخيزو تجارتي همکاريو ۱۵ تړونونه لاسليک شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button