Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت وايي چې پرون ناوخته د کابل – جلالاباد لویه لار د غر ښوېدنې له امله تړل شوې ده. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د کابل–جلالاباد پر لویه لار پرون له غرمې وروسته د غارو تنګي په سیمه کې غر ښویدنه رامنځته شوې او لا هم جریان لري چې له امله یې یاده لویه لار د عبور او مرور پر مخ تړل شوې ده." ټولګټو وزارت له هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه غوښتي چې له اړتیا پرته پر دې لویه لار سفر و نه کړي او د اړتیا په صورت کې له فرعي مسیر څخه تګ راتګ وکړي. د ټولګټو وزارت ډاډ ورکړی چې د دغه وزارت ټيمونه په ساحه کې حضور لري او هڅه کوي چې یاده لویه لار بېرته د عبور او مرور پر مخ پرانیزي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعNews
منابع1
بهروزرسانی2026-09-30 05:12:04
خط زمانی
-
Bakhtar
د کابل جلال اباد لویه لار د غر ښوېدنې له امله و تړل شوه