Kabulافغانستانامنیتپښتو

د کابل د شرطې له روزنیز مرکز څخه سلګونه ساتنمنان فارغ شول — Bakhtar

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-21 19:20:29🎙 راډیو واورئ

Summary: د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کابل د شرطې له روزنیز مرکز څخه ۳۲۵ تنه ساتنمنان د عقیدوي، مسلکي او نظامي زده‌کړو د دوه میاشتني پروګرام تر بشپړولو وروسته فارغ شول. یاد وزارت په خپله اکس پاڼه لیکلي، چې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري معین مولوي عبدالجبار، د ښوونې او روزنې لوی قوماندان قاري روح‌الله عبیده او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ویناوالو فارغانو ته د خپلو مسوولیتونو په سمه ترسره کولو، د اسلامي ارزښتونو او نافذه قوانینو په رعایت او د مسلکي مهارتونو په عملي کولو یې ټینګار وکړ.مسوولینو له فارغ شویو ساتنمنانو غوښتي، چې د امنیتي پوستو او تلاشي‌ ځایونو اصول مراعات کړي، له خلکو سره د ترحم او ښه چلند له مخې تعامل وکړي، د هېوادوالو حقونو ته درناوی ولري او خپلې دندې په اخلاص، صداقت او مېړانې ترسره کړي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-21 19:20:29

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کابل د شرطې له روزنیز مرکز څخه سلګونه ساتنمنان فارغ شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-21 10:12:30

د کابل د شرطې له روزنیز مرکز څخه سلګونه ساتنمنان فارغ شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button