DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د کابل د چاپېريال ساتنې رياست خبرتيا — Bakhtar

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-26 01:43:24🎙 راډیو واورئ

Summary: د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنيوي په موخه د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانيو مالکین مکلف دي، چې د ژمي تر را رسېدو مخکې د خپلو ودانیو د سون توکو سیستمونه په معياري توګه تنظیم کړي. همدارنگه د ډبرو سکرو یا لرګیو سوځولو له امله د هوا ککړتیا د مخنيوي لپاره د سون توکو په سیستمونو کې معياري فلترونه نصب کړي او يا هم له ډبرو سکرو او لرګیو څخه ګازو او بریښنایی سیستم ته واړوي همدا راز د ټولو لوړپوړیزو ودانیو او ښارګوټو مالکینو ته خبر ورکول کیږي، چې د سیپتیک ځاه فاضله اوبه په ازاده فضا او سړک غاړو ویالو کی خالي نه کړي. د کابل ولایت دچاپیریال ساتنې ریاست مفتیشن په منظم ډول شپه او ورځ له چاپېريالي چارو څارنه کوي، که د ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو مالکین د خپلو ودانیو سون توکو سیستمونه د دود د تصفیې په معياري فلترونو سمبال نه کړي قانوني چلند به ورسره وشی. چاپیریال ساتنه د ټولو هیواد والو ګډ مکلفیت دی، که هر څوک مو دچاپيريالي اصولو څخه دسرغړونې پرمهال وليدل مهربانی وکړئ موږ ته په دي شميره ( ٠٧٩۴۲۹۰۵۴۱ ) زنګ ووهي ستاسو هویت به محفوظ او خوندي وي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-26 01:43:24

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کابل د چاپېريال ساتنې رياست خبرتيا

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-25 15:56:35

د کابل د چاپېريال ساتنې رياست خبرتيا

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button