HealthKabulافغانستانپښتو

د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-15 08:33:16🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۵): د شهید سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون د مرکزي پولي‌کلینیک د انډوسکوپي برخې ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ میخونه په بریالیتوب وایستل. د اردو صحيه قوماندانۍ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه ناروغ چې عصمت‌الله نومېږي، شاوخوا ۳۰ میخونه تېر کړي وو او د انډوسکوپي متخصصې ډلې د هغه د ژوند ژغورلو او جدي عوارضو د مخنیوي په موخه ټول میخونه په ډېر دقت له معدې څخه وایستل. سرچینې زیاته کړې چې ناروغ د دغه پروسیجر د بریالي ترسره کېدو له امله له روغتیايي ډلې مننه کړې ده.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-15 08:33:16

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ میخونه وایستل

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-15 13:01:41

د کابل د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو د یوه ناروغ له معدې ۳۰ میخونه وایستل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button