Summary: کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د تخنیکي ټیمونو له خوا يې له کمپنۍ پله څخه د مکروریانو تر څلورلارې او پر دوام یې تر تنګي غارو پورې د کابل سیند د پاکولو په موخه په دې سیند کې د شته خځلو د سروې او کچې معلومولو چارې پیل شوې. سرچينې په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه د سپارښتنې له مخې؛ د سروې او د شته خځلو د کچې تر معلومولو وروسته ټاکل شوې، چې کابل سیند په بنسټیزه توګه پاک کړل شي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دغو عملیاتو پر مهال به خځلې او هغه رسوبات، چې د موسمي بارانونو او کیندنو له امله په سیند کې راټول شوي، پاک او له یاد سیند څخه تر اېستلو وروسته به ځانګړي ځای ته ولېږدول شي. په خبرپاڼه کې د کابل سیند په اوږدو کې له مېشتو ښاریانو څخه غوښتنه شوې، چې په سیند کې د خځلو له اچولو ډډه وکړي. سرچينې زياته کړې، چې په سیند کې د خځلو اچول ښاري سرغړونه بلل کېږي او له دې وروسته به له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند وشي. د يادونې وړ ده، چې کابل سیند د کابل ښار له مهمو طبیعي او ارزښتناکو شتمنیو ګڼل کېږي خو په وروستیو کلونو کې د یو شمېر بې پروا ښاریانو له خوا ډول ډول خځلې پکې اچول شوې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د کابل سیند د خځلو د سروې او کچې معلومولو چارې پیل شوې