کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۵): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل له نړۍوال هوايي ډګره نږد ۱۱۰۰ کارګو الوتنې ترسره شوې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼه له مخې، په دې کې ۱۱۱ ځانګړې کارګو الوتنې دي چې د ۷۵۳۵.۰۹۷ ټنه توکو صادارات او واردات يې ترسره کړي او ۹۶۵ مسافروړونکي کارګو الوتنې دي چې شاوخوا ۱۰۳۵۱ ټنه توکي يې لېږدولي دي. سرچینې د معلوماتو له مخې، یادې کارګو او ګډې الوتنې د بېلابېلو هوايي شرکتونو له خوا هند، متحده عربي اماراتو، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته ترسره شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د کارګو الوتنو د لا پراختیا او د سوداګرو د لګښتونو کمولو په موخه په یو شمېر خدماتو کې د پام وړ تخفیفونه هم منظور شوي دي. یاد وزارت لیکلي، د هوايي چلند د امنیت فیس چې مخکې د هر ټن کارګو لپاره ۱۰۰ امریکايي ډالر و، اوس ۱۰ ډالرو ته راکښته شوی او همدارنګه د ځمکنيو خدمتونو فیس چې مخکې د هر ټن لپاره ۹۶ ډالر و، اوس ۴۰ ډالرو ته راټیټ شوی دی. د سرچینې د معلوماتو له مخې، سربېره پر دې، د منظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره په اړوندو خدماتو کې ۲۵ سلنه تخفیف او د غیرمنظمو ځانګړو کارګو الوتنو لپاره ۵۰ سلنه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د کابل له نړۍوال هوايي ډګره په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۱۱۰۰ کارګو الوتنې ترسره شوې دي
منابع
Afghan sources
د کابل له نړۍوال هوايي ډګره په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۱۱۰۰ کارګو الوتنې ترسره شوې دي