EnglishKabulافغانستانامنیت

د کابل والي د ۱۴ولسوالیو له مسولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه — Bakhtar

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-25 01:37:44🎙 Listen to radio

Summary: د کابل والي ملا امین‌الله عبید د دې ولایت د څوارلسو ولسوالیو له ولسوالانو او اړوندو مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه، چې پکې يو شمېر نورو مسوولینو او د قره‌باغ، میربچه‌کوټ، شکردرې او سروبي ولسوالیو ښاروالانو هم ګډون کړی و. د کابل ولايت مقام رسنيز دفتر په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ښاغلي عبيد په ياده غونډه کې د خبرو پر مهال ويلي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الاسلام حفظه‌الله تعالی د فرمانونو او احکامو تطبیق د ټولو مسوولینو ګډ مسوولیت دی او باید نه یوازې پر ځان، بلکې د خپلې اړوندې ټولنې په کچه یې هم د تطبیق لپاره جدي هڅې وشي. نوموړي ولسوالانو ته سپارښتنه کړې، چې له یو بل سره بشپړه همغږي ولري، د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي، له علماوو او د محاکمو له قاضیانو سره منظمې مشورې او ناستې ولري، په دوامداره توګه له سیمو لیدنه وکړي او د قاچاق او فساد د مخنیوي ترڅنګ د نظام د بقا او پیاوړتیا لپاره صادقانه هڅې وکړي. همدارنګه یې د شهیدانو او معلولینو پر وړاندې د مسوولیتونو ادا کولو ته هم ټینګار وکړ. په غونډه کې د ځينو ولسواليو د سرحدونو د تثبیت او د کليو د رسمي کېدو، همدارنګه د قره‌باغ، میربچه‌کوټ، شکردرې او سروبي ولسوالیو د ښاروالیو د روانو پروژو په اړه بحث او د اړوندو موضوعاتو د حل لپاره لازمې پرېکړې وشوې.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-25 01:37:44

Timeline

  1. Bakhtar

    د کابل والي د ۱۴ولسوالیو له مسولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-24 15:37:35

د کابل والي د ۱۴ولسوالیو له مسولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button