د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د پغمان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د قتل په دوو جلا قضیو کې دوه تنه نیولي دي. د کابل امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، ملا محمد قاسم آغاجان، ویلي چې په لومړۍ قضیه کې یو کس د خپلمنځي شخړې له امله خپل وراره وژلی و. د نوموړي په وینا، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او تر قانوني څېړنو لاندې دی. د دوهمې پېښې په اړه هم چارواکي وايي، یو بل کس د کورني تاوتریخوالي په یوه پېښه کې خپله ښځه وژلې ده. د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه کس هم نیول شوی او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی. د کابل پولیسو له ښاریانو غوښتي، که له ورته پېښو، تاوتریخوالي یا نورو جرمونو سره مخ کېږي، ژر تر ژره دې نږدې د پولیسو حوزې ته خبر ورکړي او یا دې د پولیسو له ۱۰۰ شمېرې سره اړیکه ونیسي، څو امنیتي ځواکونه پر وخت اقدام وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د کابل پغمان کې په قتل تورن کسان د پولیسو لاس ته لويدلي + غږیز راپور
منابع
External sources
د کابل پغمان کې په قتل تورن کسان د پولیسو لاس ته لويدلي + غږیز راپور