DiplomacyKabulافغانستانپښتو

د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-17 10:27:27🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۵): د عدلیې وزارت وایي چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د حکم پر اساس امارتي ثابته شوه. عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د کابو ۱۲۲ جریب ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره پرېکړه وکړه چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده. سرچینې زیاته کړې، دا ځمکه د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د کوزې ارغندۍ سیمه کې موقعیت لري چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي او امارتي یې تثبیت کړې وه. خو د عدلیې وزارت لیکلي چې د اشخاصو او افرادو د نه قناعت له امله او د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې، د یادې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شوو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه. سرچینې زیاته کړې، یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه، دغه ټوله ځمکه چې ۱۲۱ جریبه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-17 10:27:27

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-17 14:56:13

د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button