Summary: په ودانیو او سوداګریزو مرکزونو کې د لوګي د تصفیې فلټرونو د نصب او فعال ساتلو په اړه د کابل ښاروالۍ خبرتيا! کابل ښاروالۍ د هوا ککړتیا د مخنیوي او چاپېریال ساتنې په موخه، په بېلابېلو ښاري ودانیو او تأسیساتو کې د مرکزي تودوخې او ګرموونکو وسایلو د سیسټمونو د ارزونې او پلټنې بهیر چټکوي. د ښاري اصولو او مقرراتو له مخې، د ټولو لوړپوړیزو ودانیو، هستوګنیزو ښارګوټو، سوداګریزو مجتمعونو، هوټلونو، رستورانتونو، حمامونو، سلمانیو، د لامبو د حوضونو او سوناګانو مالکین مکلف دي چې د خپلو ودانیو د مرکزي تودوخې او ګرموونکو سیسټمونو کې د لوګي تصفیې فلټرونه د چاپېریالي معیارونو مطابق نصب او تنظیم کړي او تل یې فعال وساتي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریال روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست به په منظم ډول د لوګي د تصفیې فلټرونو د نصب، سم تنظیم او فعال پاتې کېدو وضعیت ارزوي او پلټنه یې کوي. که یاد تکي په پام کې ونه نیول شي؛ له سرغړوونکو او د تأسیساتو له مسئولینو سره به د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې قانوني چلند وشي. د کابل ښار له ټولو درنو ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د خپلو چاپېریالي مسئولیتونو په ترسره کولو سره د هوا ککړتیا په مخنیوي او کمولو او د پاکې هوا په برابرولو کې همکاري وکړي. همدا رنګه له ټولو غوښتنه کېږي چې د لوګي تولیدوونکو، ککړوونکو او غیرمعیاري سونتوکو له کارولو او سوځولو ډډه وکړي او د چاپېریال ساتنې او عامې روغتیا په خوندي کولو کې فعاله ونډه واخلي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د کابل ښاروالۍ خبرتیا