EconomyKabulافغانستاندری

د کاناډا لومړی وزیر ترکیې ته سفر کوي — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-22 10:27:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۳۰ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د کاناډا لومړی وزیر له ترکیې سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا او له امریکا سره په سوداګرۍ کې د خپل هېواد د تړاو د کمولو په موخه ترکیې ته ځي او ټاکل شوې چې د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني به نن (پنجشنبه) له رجب طیب اردوغان سره وګوري. د راپور له مخې، تمه کېږي چې کارني او اردوغان د دفاعي او انرژۍ برخو په ګډون په څلورو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره یوه اعلامیه لاسلیک کړي. د مارک کارني دفتر ویلي چې د دغه سفر موخه د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د یوه مهم شریک په توګه د کاناډا د دریځ پیاوړي کول دي. په راپور کې راغلي چې کاناډا د تېر کال په اوږدو کې له شلو ډېر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي او کارني هڅه کوي چې په راتلونکې لسیزه کې له امریکا پرته نورو هېوادونو ته د کاناډا صادرات دوه برابره کړي. کارني داسې مهال له نورو هېوادونو سره د کاناډا د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځینو کاناډايي توکو تر ۵۰ سلنې پورې ګمرکي تعرفې لګولي او د دغه هېواد د یو شمېر محصولاتو پر وارداتو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-22 10:27:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د کاناډا لومړی وزیر ترکیې ته سفر کوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 14:36:02

د کاناډا لومړی وزیر ترکیې ته سفر کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button