EnglishKabulافغانستانامنیت

د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال د ایران د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-07 10:57:41🎙 Listen to radio

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري او په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره په لیدنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. زمونږ د خبریال له راپور سره سم، په دې لیدنه کې د ښه ګاونډیتوب د اړیکو پر پیاوړتیا، د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو، د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث شوی دی. عبدالرحمن قانت ویلي، د کانونو او پټرولیم وزارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې مناسب چاپېریال برابر کړی او افغانستان د کانونو، په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو، پراخې زېرمې لري. نوموړي له ایراني پانګوالو غوښتي چې په دغو برخو کې د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي. قانت همداراز ټینګار کړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ هغه هوکړې باید عملي شي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سفر پر مهال لاسلیک شوې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره زمینه برابره او د راتلونکو همکاریو پر وړاندې د ځنډ مخه ونیول شي. بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري افغانستان ښه ګاونډی بللی او د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-07 10:57:41

Timeline

  1. Parstoday

    د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال د ایران د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-10-07 10:16:29

د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال د ایران د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button