Summary: د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، نن په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د ترکمنستان سفیر د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د روانو چارو او وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د ټاپي پروژې د پلي کېدو چارې په ښه توګه روانې دي او تر دې مهاله د افغانستان په خاوره کې ۱۰۲ کیلومټره نللیکه غځول شوې ده. هغه زیاته کړې چې د پروژې پاتې چارې به هم د ټاکل شوي مهالوېش له مخې بشپړې شي او د یادې پروژې په برخه کې به پر شویو ژمنو عمل وشي. د کانونو او پټرولیم وزیر هم د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د افغانستان له لوري د هر ډول قانوني همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د کانونو او پټرولیم وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل
سرچینې
Afghan sources
د کانونو او پټرولیم وزیر په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل