Summary: د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د خنجرخېلو سیمې له کانونو څخه استخراج شوي ۹.۳ کیلوګرامه تورمالین د ازادې بولۍ له لارې د یو میلیون ۷۱۵ زره افغانیو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس عنایت الله ابلاغ باختر اژانس ته وویل چې د کانونو له عوایدو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې به د نافذه مقرراتو له مخې د دولت حساب ته ولېږدول شي.مسوولینو ویلي چې تورمالین له قیمتي ډبرو څخه دي، په ګاڼو او نورو زینتي توکو کې ترې کار اخیستل کېږي.د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د کاپیسا له کانونو څخه استخراج شوي تورمالین په داوطلبۍ کې پلورل کېږي.
Quick facts
Locationلوګر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-16 11:18:46
Timeline
-
Bakhtar
د کاپيسا له کانونو څخه ۹.۳ کیلو ګرامه استخراج شوي تورمالین وپلورل شول
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-08-16 09:56:12
د کاپيسا له کانونو څخه ۹.۳ کیلو ګرامه استخراج شوي تورمالین وپلورل شول