Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده. په ناسته کې همدا رنګه د ۴۹ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۵۲۷ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه ارزول شوي او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړيو ته سپارل شوي چې په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي.د ناستې په پای کې، د سعادت انتشاراتو اړوند د وارد شویو قرآن کریمونو په اړه هم پرېکړه شوې ده.
Quick facts
Locationفراه
TopicNews
Sources1
Updated2026-07-13 19:13:12
Timeline
-
Bakhtar
د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته ترسره شوه