Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته، د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده. په ناسته کې همدا رنګه د ۳۴ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۹۳ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه ارزول شوي او ۱۰ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړیو ته سپارل شوي چې په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي. د ناستې په پای کې، د ځینو خپرندویانو اړوند د ستونزو په اړه هم لازمې پرېکړې شوې دي.
Quick facts
Locationفراه
TopicNews
Sources1
Updated2026-07-27 20:52:13
Timeline
-
Bakhtar
د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته ترسره شوه