Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې سمون درلود؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې او دغه راز د ۳۵ بېلابېل عنوانونو درلودونکي او ۲۵۰ جلده صادره او وارده کتابونو په اړه لازمې پرېکړې شوې دي. د غونډې په پای کې، ياد کمېسیون ته راجع شوي ۲۰ ټوکه کتابونه د کمېسیون پر غړيو وېشل شوي، څو یې راتلونکې ناستې ته راپور وړاندې کړي.
لنډ معلومات
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-11-02 22:37:06
مهالوېش
-
Bakhtar
د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه