EconomyKabulافغانستانپښتو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ… — Bakhtar

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-09 14:14:06🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او د (حاصل) وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ؛ د کابل په بادام‌باغ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه ودانۍ د ۷۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت، په ۲۴۰۰ متره مربع مساحت کې د کور او ښار جوړولو وزارت د طرحې او ډیزاین له مخې جوړه شوې ده. باختر اطلاعاتي آژانس ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یادې ودانۍ په پرانیست غونډه کې ویلي چې د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق پراختیا به خلکو او د کرنې او مالدارۍ سکټور ته د لا ډېرو او غوره مالي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي. دغه راز د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق رئیس انجنیر عبدالغفور غفاري ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې د اسلامي معاملاتو له لارې شاوخوا ۵۰۰ شرکتونو، کوپراتیفونو، پروسس کوونکو، د کرنیزو محصولاتو تولیدوونکو، سوداګرو او نورو کرنیزو متشبثینو ته ۷.۵ میلیارده افغانۍ مالي تمویل برابر شوی دی. د هغه په وینا، د یاد صندوق له مالي تمویلاتو څخه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول برخمن شوي او شاوخوا ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر هم د مالي تمویلاتو په برخه کې د فعالو بنسټونو د همکاریو یادونه کړې او ویلي یې دي چې مخکې د افغانستان ۷۰ سلنه بودجه د بهرنیو مرسته کوونکو له لوري تمویل کېده؛ خو اوسنۍ بودجه د اسلامي امارت له لوري له کورنیو عوایدو څخه برابرېږي. د غونډې په پای کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ له لوري، د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د ودانۍ ترڅنګ، د یوه جومات د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه. د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق (اې‌ډې‌اف) یو دولتي او غیر بانکي مالي بنسټ دی چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې فعالیت کوي او د اسلامي مالي تمویل خدمتونه، لکه وکالت، مرابحه، مشارکت او مضاربت، وړاندې کوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-09 14:14:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-09 12:55:06

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button